نن سبا هم علم په چټکۍ سره وده کوي او هم وخت تېریږي، او مونږ په یوه زړه راښکونکي بدلیدونکي زمانې کې ژوند کوو؛ په داسې زمانې کې چې د پوهې سرحدونه په بې مخینې چټکئ سره بدلیږي. مصنوعي ذهانت نه یوازې یو ټیکنالوژیکي وسیله ده، بلکې یوه تمدنجوړوونکې او د بشر د راتلونکي ټاکونکې پدیده ده. لکه څنګه چې یو وخت د چاپ صنعت، برېښنا یا انټرنېټ د انساني اړیکو نظام بدل کړ، نن سبا مصنوعي ذهانت راغلي څو د تعلیم او تربیې، اقتصاد، کلتور، دیني عمل او حتی د انسان فکري نظام بیا تعریف کړي.
په دې منځومیان کې، یوه مهمه او بنسټیزه پوښتنه زمونږ مخې ته ده: قرآني ټولنه د دغو تحولاتو په کوم ځای کې ولاړه ده؟ آیا د قرآن مینه وال خلک، مفسران، حافظان، قاریان، څېړونکي او دیني فعالان، لکه د اسلامي تمدن په تیرو پرتمینو وختونو کې، له نوو ښکارندو سره د علمي مخامخ کېدو په لومړي صف کې دي؟ که یوازې ننداره کوونکي شوي چې د رامینځته شویو بهیرونو په وړاندې په ځنډ سره غبرګون ښئي؟
دا لیکنه یو لنډ فرصت دی څو د قرآني ټولنې د مصنوعي ذهانت یا آرتيفیشل انټلیجنس په برخې کې د واریدیدا اړتیا او بیړه روښانه کړي؛ هم د قرآن خدمت او د وحې معارفو د خپرولو لپاره د یو استثنائي فرصت په توګه او هم د یوه خطر په توګه چې که غفلت وشي، کیدای شي د دیني مفاهیمو د انحراف لپاره زمینه برابره کړي.
ولې باید د قرآني ټولنه مصنوعي ذهانت ته پاملرنه وکړي؟
له علم سره همغږي، یوه قرآني دنده ده قرآن مونږ ته په کرتو د تفکر، تدبر او علم ترلاسه کولو بلنه راکړې ده. د مصنوعي ذهانت یا هوش په څېر بنسټیزو علمي تحولاتو ته بېپامي د «د هدایت لپاره علم زده کولو» له قرآني دندې څخه یو ډول غفلت دی.
د معارفو د خپرولو لپاره هوښیارې وسیلې جوړول: د مصنوعي هوش په سمه کارونې سره کیدای شي داسې سافټ ویرونه جوړ شي چې د حفظ، قرائت، ژباړې، تفسیر، موضوعي تحلیل او حتی د قرآني شبهاتو د ځوابولو په برخې کې په پراخه او دقیق ډول پراختیا ومومي.
د مفاهیمو د تحریف مخنیوی: که قرآني متخصصین د ډیجیټل فضا او مصنوعي هوش په برخې کې د دیني محتوا په ډیزاین او تولید کې شتون ونه لري، دا فضا به د هغو کسانو لاس ته ورشي چې ممکنه ده علمي یا اخلاقي وړتیا ونه لري، او دا د قرآن د مفهومي سلامتۍ لپاره په ټیکنالوژیکي نړۍ کې یو جدي ګواښ وی.
د مصنوعي هوش په برخې کې، د قرآني ټولنې فعاله واریدیدا یوازې یو ټیکنالوژیکي انتخاب نه دی؛ بلکې یوه دیني، کلتوري او تمدني اړتیا ده. لکه څنګه چې د مسلمانانو نسلونو له خپل نبوغ سره تمدن جوړ کړ، نن سبا هم دا فرصت شته چې د وحې په رڼا سره هوښیارې وسیلې د قرآني انسان د تربیې په لار کې وکاروو.
که مونږ له دې فرصت څخه ګټه پورته نه کړو، نور به راشي او زمونږ خالي ځای به ډک کړي؛ البته نه د قرآن د خپرولو لپاره، بلکې د وحې له روح څخه ورتیر ،د هغه د بیا تفسیر لپاره. نو وخت رارسېدلی چې د قرآن خلک په راتلونکي میدان کې هم بیرغوال واوسي او د مصنوعي ذهانت په برخې کې په واریدیدا، چې نه یو لوکس انتخاب، بلکې یوه تمدني اړتیا او تاریخي مسؤلیت دی، د بشر د ودې او روښنائۍپه لار کې ګام پورته کړي. دا د فکر، زړه او قرآن د خلکو لپاره یوه مهمه او حیاتي دنده ده.
https://iqna.ir/fa/news/4284746